Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیه کې د الوتکې ښویېدو له کبله ۳ تنه مړه شوي

د ترکیې استانبول ښار کې پر ځغاستلیکې د الوتکې ښویدو له کبله ۳ تنه مړه شوي او ۱۷۹ نور ټپيان شوي دي.

پېښه په داسې حال کې شوې، کله چې د ترکیې پګاسوس هوايي لیکې ۷۳۷ بوئینګ الوتکه د ښکته کېدو په حال کې له بانډ نه وتلې او درې ټوټې شوې ده.

د پېښې لامل سخت باد او باران ښودل شوی دی.

د ترکیې روغتیايي چارواکي وايي چې الوتکه کې د خدمې په ګډون ۱۸۳ تنه سورلۍ وه چې له ډلې یې ۳ تنه وژل شوي او ۱۷۹ نور یې ټپیان دي.

پګاسوس هوايي شرکت خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې الوتکه له خپل مسیره بې لارې شوې، خو په دې اړه یې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د الوتکې خپاره شوي انځورونه ښیې چې دغه الوتکه په بشپړه توګه خرابه شوې ده.

له دې پېښې وروسته د ترکیې استانبول د سبیحه ګوګچین هوایي ډګر کې ټولې الوتنې لغو شوې وې.

د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي دي او مسافران د پېښې له سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي دي

شریک یي کړئ