ترکیې خپل پوځي واحدونه د مرستې په موخه لیبیا ته چې حکومت یې په رسمیت پېژني ولیږل.
مخکې له دې د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان هم تایید کړې وه چې د پوځيانو لومړی واحد یې د مرستې په موخه لیبیا ته رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې لیبیا ته د ترکیې پوځیانو لیږلو په تړاو ناندرې زیاتوې شوې دي. د لیبیا ملي پوځ په نامه ډلې د"سِرت" ښار د حکومت له ځواکونو نیولی دی.
پوهان د لیبیا ملي پوځ لاسته د دغه ښار لویدل د دغې ډلې لپاره لویه بریا بولي چې له میاشتو راهیسې د لیبیا پلازمینې نیولو لپاره هڅې کوي.
ویل کېږي چې پر سرت ښار دا برید د لیبیا د پلازمینې طرابلیس د نیولو په موخه شوی دی.
د یادې ډلې ویاند، احمد المسماري په رسمې توګه له ترهرګرو او مجرمانو د ښار له پاکولو اعلان کړی دی:«موږ د سرت ښار ته چې زموږ لپاره ګران دی فکر کړی دی. تل مو د هغې نیولو لپاره هڅې کړې دي؛ خو دا طرحه مو په شا کولو، څو سرت کې نښتې پیل نشي.»
خو ملګري ملتونه په لیبیا کې د بهرنیو د مداخلي پای غواړي.
لیبیا کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، غسان سلامه وايي:«لیبیا په کافي اندازه وسلې شته او دغه هېواد لا ډېرو وسلو ته اړتیا نلري.»
د سرت ښار د لیبیا پخواني مشر، معمرالقذافي زیږنځای دی او ټولو ډلو ته مهم دی.