تهران کې د هوا ککړتیا د زیاتوالي له امله د ایران پلازمېنې تهران کې، ځينې ښوونځي او روزنیز مرکزونه په دغه ښار کې رخصت کړل شوي دي.
د تهران د هوا پېژندنې اداره، د تولیدي کارخونو فعالیتونه او د لوګي زېږنده سونګ توکو څخه کار اخیستنه، په تهران کې د هوا ککړتیا لاملونه ګڼي.
د تهران د هوا پېژندنې اداره وايي چې په دغه ښار کې د هوا ککړتیا کچه ۱۶۶ ته رسېدلې ده. دغې ادارې له خلکو غوښتي چې د ضروري کار پرته له کوره بهر نه شي.
د ایران په نورو ښارونو کې هم د هوا ککړتیا په اړه ګواښ شوی دی.
د ایران پلازمېن مېشتي وايي چې د هوا ککړتیا دوام، هغوی تر پوزې راوستي دي.
د هوا ککړتیا نه یوازې په ایران کې، بلکې د افغانستان، پاکستان، هند او چین په ګډون د سیمې په نورو هېوادونو کې هم زیاته شوې ده.
د نړۍ ډېری هېوادونه هڅه کوي، چې په نړۍ کې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره حل لاره پيدا کړي.