Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جاپان کې د اورښت له کبله سیلاوونو ۶۴ کسان وژلي دي

په جاپان کې د بارونو د اورښت له کبله سېلاوونو راوتو د ۶۴ کسانو ژوند اخیستی او ۴۴ تنه نور ورک دي.

د دې هېواد په لویدیځه برخه کې سیلاوونو څو میلیونه خلک اړ کړي دي چې خپل کورونه پرېږدي او وړاندوینه کېږي چې په یو شمېر برخو کې به بارانونه یوه ورځ بله هم دوام وکړي.

د اورښتونو اندازه په جولای میاشت کې د اورښتونو درې برابره ښودل شوې ده، د بارانونو له کبله ځمکې ښویدلي، د سیندونو اوبه پورته شوي او په یو شمېر سیمو کې یې کورونه له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د جاپان هوا پېژندنې رسمي ادارې یوه چارواکي ویلي دي:«موږ کله هم داسې باران نه وه لیدلی، دا ډېر خطرناک حالت دی.»

په همدې حال کې د جاپان دولت د بیړنیو مرستو مرکز د دې هېواد د لومړي وزیر په دفتر کې جوړ کړی دی او کابو ۵۴ زره ژغورونکي د جاپان لویدیځ او سویلي لویدیځ ته لیږدول شوي دي.

په داسې حال کې چې د جاپان تل په ځېرتیا سره د هوا حالات څاري او د لومړنيو پړاونو په اړه خبرداری ورکوي، خو ډېر شمېر ودانۍ په داسې ځمکو جوړې شوې دي چې زیانمنونکې دي.

جاپاني چارواکو د یکشنبې پر ورځ وویل چې تر اوسه پورې د دې سیلاوونو د راوتلو له کبله ۶۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ