Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال باجوه رسمآ د پاکستان لوی درستیز په توګه خپله دنده پیل کړه

جنرال قمر جاوید باجوه ته نن (سې‎شنبې د لیندۍ ۹مه) د رسمي مراسمو په ترڅ کې د پخواني لوی درستیز، جنرال راحیل شریف لخوا دا دریځ ولیږدول شو، او نوموړي دا مسوؤلیت ترلاسه کړ.

جنرال باجوه به تر راتلونکې درېیو کلونو لپاره د پاکستان لوی درستیز وي.

که څه هم چې د پاکستان پوځ خپل سیاست درلود، خو د پاکستان پوځ او حکومت ترمنځ د اختلافونو زیاتوالي سره داسې هیلې شته چې بجوا به د اختلافونو په کمولو کې هڅه وکړي.

په راولپنډي کې د واک لیږد په مراسمو کې پخواني لوی درستیز، راحیل شریف وویل:«زموږ د موخو ترلاسه کولو په موخه، ما د پوځ له ټولو وړتیاو کار واخیست. په دې کار کې مې د ټول پوځ او هېواد ملاتړ له ځانه سره درلود او له ټولو مننه کوم.»

ده په افغانستان کې د سولې په اړه وویل چې په دې هېواد کې د سولې راتګ یوازېنۍ لاره خبرې اترې دي.

شریف له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې وویل چې هڅې یې کړې دي او زیاته یې کړه:«موږ کولی شو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې سره د تاریخ څېره بدله کړو.»

ده وړاندې وویل چې په بلوڅستان او نورو سیمو کې پوځي تاسیسات له ګواښ سره مخامخ دي او «باید د ګواښونو پر وړاندې په ګډه کار وکړو.»

همداراز یې له هند سره د وروستیو ناندرو په اړه وویل چې هند یو شمېر تخنیکونه د فشار په موخه ترلاس لاندې نیولي دي تر څو په سیمه کې تاوتریخوالی وساتي.

راحیل شریف څرګنده کړه:«خو هند باید پوه شي چې که زموږ صبر ضعف بولي دا به ورته خطر وي.»

په دې مراسمو کې د پاکستان دفاع وزیر، خوجه آصف او نور پوځي چارواکو شتون درلود.

د پاکستان لومړي وزیر، نواز شریف د یک‎شنبې پر ورځ جنرال بجوا د پاکستان د پوځي نوي مشر په توګه وټاکلو.

په همدې حال کې جنرال زبیرحیات به د دې هېواد د پوځي ګډې کمېټې د مشر په ت وګه وټاکل شي او دی به له دې سره پر اتمي ځواک او نورو ځواکونو واک ولري.

له بلې خوا داعش هم هڅه کوله چې د پاکستاني طالبانو په توګه پاکستان کې ځانته ځای پیدا کړي او لوی بریدونه وکړي.

جنرال بجوا اوس‎مهال د پاکستان د روزنې او ارزوني مرکز قومندان په توګه دنده ترسره کوي، راحیل شریف هم له همدې ځایه د پوځي مشرۍ ته رسېدلی وه.

دی همداراز د لسم ځواک یا د هند او پاکستان ترمنځ د سرې لیکې د ځواکونو قومندان هم دی.

دا جنرال په داسې حال کې پر دې دنده ګمارل کېږې چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په اړه ناندرو په سیمه کې زور اخیستی دی.

جنرال راحیل شریف جنرال باجوا ته د دندې سپارلو مراسمو کې وویل په افغانستان کې د سولې په اړه وویل چې په دې هېواد کې د سولې راتګ یوازېنۍ لاره خبرې اترې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه