اندونیزیا کې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ښیې چې د دې هېواد ولسمشر، جوکو ویدودو یو ځل بیا د دې هېواد د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې او د ټاکنو بریالی نوماند دی.
د اندونیزیا د ټاکنو کمېسیون وايي چې ښاغلي ویدودو د ټاکنو ۵۵ اعشاریه ۵ سلنه رایې خپلې کړې دي.
په همدې حال کې د ویدودو سیال، پرابووا سابیانتو په ټاکنو کې ۴۵ اعشاریه ۵ سلنه رایې خپلې کړې دي.
داسې وېره شته چې ښایې د سابیانتو پلوایان په لاریونونو لاس پورې کړي، ځکه د دوی سیالي ډېره نېږدې وه.
اوسمهال اندونیزیا کې کابو ۳۲ زره سرتېري د امنیت تامین په برخه کې بوخت دي.