د باهامايي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په ټاپوګانو کې د «دُورین»توپان د وژل شویو شمېر ۴۳ تنو ته رسېدلی دی.
هغه کسان چې له دغه توپان څخه په تېښته بریالي شوي وايي چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي.
دغو توپانونو د باهاما وګړو ډېری کورونه ویجاړ کړي او د ژوند کولو لپاره هېڅ هم نهلري.
د باهاما یو تن اوسېدونکی وايي:«دلته هېڅ نه دي پاتې، نه جامې د اغوستو لپاره، او نه هم نور څه، موږ هېڅ نهلرو.»
یوه ساتوونکي ټرویور ټونر په دې اړه وویل:«له توپان وروسته، دلته هرڅه غیرواقعي تر سترګو کېږي، هغه څه چې دلته رامنځته شوي، تاسې یوازې په فلمو کې لیدلي، د قیامت په څېر، واقعاً د تصور وړ نه و.»
له دې ټولو سره، د نړۍ ځينو هېوادونو خپلې بشرپاله مرستې دغه هېواد ته استولې دي.