Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسرائيلو برید کې د یوه فلسطیني اعتراض‎کوونکي وژل کېدل

د غزې په تړانګه کې تېره ورځ(جمعه د غبرګولي۱۱مه) د اسرائیلو په بریدونو کې یوه فلسطیني اعتراض‎کوونکي ژوند له لاسه ورکړی او کابو سل تنه نور ټپیان دي.

دا دیارلسمه جمعه ده چې فلسطینیان د اسرائیلو لخوا د خپلې خاورې نیول پر ضد اعتراضونه کوي، خو اسرائيل یې ځواب په ګولیو ورکوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیلو په ډزو کې یوه ۲۱ فلسطیني روغتیاپال چې ټپيانو ته د مرستې په موخه سیمې ته تللی وه، ژوند له لاسه ورکړی دی.

د حماس پاڅو یوه مشر، محمود الزهار ویلي دي:«سرائیلي دښمن شرط تړلی وه چې خلک به د اسرائیلو لویو جرایمو او د روژې له کبله اعتراضونه ودروي، خو روژه به د اعتراضونونو مخنیوي لامل نشي.»

اسرائیل وايي چې اعتراض کوونکو پر موانعو برید وکړ او دوی اړ شول چې د یرغل ضد تابیاو کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اعتراضونو له پیل راهیسې ۱۱۵ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې امریکا متحده ایالاتونو په غزه کې د اسرائيلو تاوتریخوالیو غندلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک اعلان مخه ونیوله او ویتو یې کړه.

ملګرو ملتونو کې د کویټ سفیر، منصور ایاض العبیبي وویل:«دا پرېکړه لیک د استانبول اسلامي همکاریو ناسته کې تائيد شو. ډېر خواشیني یوو چې دا پرېکړه لیک چې د فلسطینیانو ساتنه کوي، تصویب نشو. تېرې ورځې ښيې چې فلسطین مرګوني حالت کي دي.»

خو د امریکا متحده ایالاتونو سفیره په دې بنسټ کې، نیکي هیلي وايي:«د کویټ پرېکړه لیک حماس ته اشاره نه کوي. د هغې پر ځای اسرائيل ملامتوي. کویټ په اسرائیلو کې پر یوه وړکتون د راکټي برید لامل اسرائيل بولي.»

د کویټ پرېکړه لیک رد وروسته د امریکا متحده ایالاتونو پرېکړه لیک چې حماس په کې غندل شوی وه، رایې ته وړاندې شو، چې د امریکا پرته بل هېڅ غړي ورته مثبته رایه ورنکړه.

امریکا متحده ایالاتونو په غزه کې د اسرائيلو تاوتریخوالیو غندلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک اعلان مخه ونیوله او ویتو یې کړه

شریک یي کړئ