د امریکا متحده ایالتونو تکزاس ایالت کې د سختو سیلاونو له امله تر اوسه دوه تنه وژل شوي دي.
امریکايي چارواکي وايي چې د تګزاس په هوستون ښار کې تېره ورځ(شنبې د وږي۴مه) د ځواکمنو توپانونو په دوام کې څه باندې ۲۰۰ زره کسان ژغورل شوي دي.
دغه چارواکي وایي، په دغه ښار کې د سختو توپانونو اوبارانو له کبله سیلابونه رامنځته شوي دي.
په هوستون ښار کې بیړنی حالت اعلان شوی او په ښار کې د تلو راتلو بهیر هم بند شوی دی.
د تکزاس سویل ختیځو سیمو اوسېدونکو برېښنا هم د توپانونو له امله پرې شوې ده.
د هوستون د ښاروال په خبره څه باندې دوه زره اړیکې د مرستو په پار له مرستندویو مرکزون سره نیول شوي دي.
ده له خلکو غوښتنه کړې ده چې د خلکو د ژوند خطر سره مخامخ کېدو سره مرستهکوونکو بسټونو ته زنګ ووهي.
په همدې حال کې چارواکي اړ شوي تر څو ۴۵۰۰بندیان د اوبو زیاتوالي له وېرې بل ځای ته ولېږدوي.
د توپانونو له کبله تراوسه د دوو تنو د وژل کیدو خبر تایید شوی دی او ځینې رسنۍ بیا ویلي چې په دغه پیښه کې پنځه تنه وژل شوي دي.
هواپېژندونکو له ۴۰تر ۱۰۱ سانتي مترو اورښت اټکل کړی دی. دې ته ورته وروستي بارانونه په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې امریکا کې ثبت شوي دي.