د امریکې په لاس وېګاس کې یوه کنسرت کې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي او کابو ۲۰۰ تنه نور ټپیان دي.
د امریکا متحده ایالاتونو پولیس وايي، پېښه هغهمهال شوې ده چې یوه وسلهوال کس په یوه هوټل کې د یوه کنسرټ پرمهال ډزې وکړې.
پولیس وایي، له پېښې وروسته په سلګونه کسان اړ شول چې له سیمې وتښتېې.
د پېښې ځای کې یو شکمن کس هم وژل شوی دی، خو د هغه د دې کار لامل تر اوسه نه دی څرګند.
د راپورونو له مخې سیمې ته د بمونو شنډولو ډله هم رسېدلې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانې ښیې چې سلګونه کسان د تېښې په حال کې دي او د ډزو غږ هم اورېدل کېږي.
د لاسوېګاس پولیسو له خلکو غوښتنه کړې ده چې له سیمې لیري شي.