د امریکا متحده ایالاتو ولسي جرګې د دغه هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ استیضاح کړ.
د یاد هېواد ولسي جرګې تېره ورځ(چهارشنبې د لیندۍ په ۲۷مه نېټه) له څو ساعتونو بحث وروسته سره سلا شول چې د ټرمپ استیضاح په تړاو دوې مادې تصویب کړي.
له واکه ناوړه ګټنه او ناسم کار دوه تورونه دي چې ټرمپ به یې له مخې استیضاح شي.
د استیضاح لومړۍ ماده د ۲۳۰ رایو سره چې ۱۹۷ یې مخالفې وې تصویب شوه او دوهمه هم د ۱۹۸ مخالفو پر وړاندې له ۲۲۹ رایو تصویب شوه.
له دې سره ډونالډ ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو دریم ولسمشر دی چې استیضاح کېږي.
وروسته له استیضاح به د امریکا سنا پرېکړه کوي چې ټرمپ په واک کې پاتي شي او که نه؟
په همدې حال کې سپینې ماڼۍ د ټرمپ استیضاح غندلې او ویلي یې دي چې هغه به سنا کې تبرئه شي.