Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا ویرجینیا ایالت کې وسله وال برید ۱۲ تنه وژلي

د امریکا د ویرجینیا ایالت د «ویرجینیا بېچ» ښار کې د وسله‎وال برید له امله ۱۲ تنه وژل شوي دي.

دا برید د دغه ښار د ښاروالۍ په ودانۍ کې رامنځته شوی دی.

پولیس وايي چې بریدګر څو ساعته له پولیسو سره نښته وکړه او دی په خپله هم د ټپونو له امله ومړ.

د ویرجینیا بیچ د پولیسو رییس جېمز سرورا په دې اړه وویل چې پېښه د غرمې له ۴ بجو وروسته هغه مهال رامنځته شوه کله چې بریدګر د ښاروالۍ د عمومي خدماتو ودانۍ ته ننوت او د قربانیانو په لور یې ډزې وکړې.

په ډزو کې د یوه پولیس په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.

د دغې پېښې انګېزه لاروښانه نه ده؛ خو دا په روان زیږدیز کال کې امریکا کې ۱۵۰ وسله‎وال برید دی چې ترسره کېږي.

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پېښې خبر او تر څار لاندې یې لري. 

شریک یي کړئ