د شنبې په ورځ د د سیمې پر وخت د سهار په ۱۱ بجو د تګزاس ایالت په الپاسو سیمه کې په یوه پلورنځي کې ډزې وشوې.
رپوټونه رسوي چې په دغې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپيان دي.
د امریکا پولیس وايي چې بریدګر «پاټریک کورشس»نومېږي او یو سپين پوسته ځوان دی چې اوس نیول شوی دی.
اخوا له لومړنۍ پېښې څو ساعته وروسته په اوهایو ایالت کې هم ډزې شوې دي چې په هغه کې هم ۹ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
د رپوټونو پر بنسټ، دویم ځل ډزې د یوې میخانې مخته شوې دي. د پېښې شاهدان وايي چې بریدګر غوښتل دغه میخانې ته ننوځي.
د اوهایو پولیسو ویلي چې بریدګر یې وژلی دی.