Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا کانګرس په چین تازه بندیزونه ولګول

وروسته له دې چې د هانک کانګ او کرونا ویروس په تړاو د چین او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ ناندرې راپورته شوې، اوس امریکا پر چین تازه بندیزونه لګولي دي.

دغو بندیزونو کې هغه چیني مشران شامل دي چې د ایغور مسلمانانو ځپلو کې لاس لري.

د امریکا د کانګرس مشرې، ننسي پلوسي په دې اړه وویل:«که امریکا د سوداګریزو ګټو له کبله چین کې د بشري حقونو په تړاو خبرې ونکړي،  نو موږ به د نړۍ هر ځای کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په تړاو به د نړۍ هره برخه کې د خبرو صلاحیت له لاسه ورکړو.»

د بندیزونو لایحه د ولسمشر ټرمپ لاسلیک ته په تمه ده.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټې غړی، مایکل مک کاول بیانوي:« څه ایغور مسلمانان وي او که څه هم تبتیان چې تر څار لاندې دي او دلای لاما چې په تبعید کې دی او څه هم مسیحیان چې د چین کمونست ګوند تر څار لاندې دي. دا لایحه لامل کیږي چې د چین کمونست ګوند خپلو بې رحمیو په تړاو ځواب اوايي.»

دا په داسې حال کې ده چې چین تل د ایغور مسلمانانو څار او نیول رد کړي دي.

چین وايي چې یو میلیون ایغور مسلمانان چې په جبري پنډغلالو کې ساتل کیږي، د کار او روزنې لپاره هلته دي.

دغه بندیزونه چین کې د اقلیتونو په ځانګړې توګه د ایغور مسلمانانو د ځپلو په غبرګون کې لګول شوي دي

شریک یي کړئ