Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا کانگرس د چین ایغورو په‌اړه لایحه تصویب کړه

د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د چین د ایغورو مسلمانانو په‌اړه لایحه تصویب کړې چې له مخې یې د چین په سینکیانګ ایالت کې په‌پراخ ‌‌‌‌‌‌ډول د مسلمانانو ځپل غندل شوي او همدا راز د دغه هېواد پر یو شمېر چارواکو هم بندیز لګول شوی.

ترڅنګ یې د امریکا متحده ایالاتو سنا هم ورته لایحه تصویب کړې چې دواړه به سره یوځای او د یوې واحدې لایحې په توګه به د دغه هېواد ولسمشر، ‌‌‌‌‌‌ډونال‌‌‌‌‌‌ډ ټرمپ ته د توشیح په موخه واستول شي.

دغه لایحه د امریکا په کانګرس کې د ۴۰۷ موافقو او یوې مخالفې رایې سره تصویب شوې ده.

په‌ دغې لایحې کې له ولسمشر ټرمپ نه غوښتل شوي دي څو چین کې د مسلمانانو پر وړاندې ناسم چلند محکوم او همدا راز سینکیانګ کې د مسلمانانو د ساتنې د کمپونو د تړلو غوښتنه وکړي.

لایحه کې له ټرمپه غوښتل شوي چې په سینکیانګ ایالت کې د چین کمونېست ګوند مشر، چن کوانګکو باندې بندیز ولګوي.

خو بیحینګ دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د امریکا بندیزونو ته به ځواب اوایي.

بیجنګ دا بندیزونه پر چین برید بللی او له امریکا یې غوښتنه کړې چې په قانون یې بدل نکړي.

چین همداراز ټینګار کړی دا چې له خپلو ملي ګټو به دفاع وکړي.

د راپورونو له مخې، د چین حکومت په سینکیانک ایالت کې میلیونونه ایغور مسلمانان په پن‌‌‌‌‌‌ډغالو کې ساتلي او هغوی خپل دین، فرهنګ او ژبې را ګرځولو ته اړ کوي.

د چین‌ کمونېست ګوند مشر هم د امریکا لخوا په تحریم شویو کې شامل دی

شریک یي کړئ