Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اندونیزیايۍ الوتکې تور صندوق موندل شوی

دغه مسافر وړونکې ۷۳۷بوینګ ډوله الوتکه دوه ورځې وړاندې د ۱۸۹ مسافرو سپرلۍ سره سقوط وکړ. 

د دې پېښې د قربانیانو د موندلو پلټونکي ګروپ مشر محمد سیوګي ویلي، نن يې تر اوبو لاندې دغه تور بکس موندلی دی. 

هغه وویل: «نن سهار زموږ لامبووهونکې ډېر ژور لاړل، داسې ځای ته تر اوبو لاندې ورسېدل، چې موږ هیله لرو بل تور صندوق به هم هلته وموندل شي.»

په دې الوتکه کې د ورکو شویو مسافرو، د جسدونو د موندلو تر څنګ د هغوی د ژوندي لیدو هیلې هم شته، چې کورنۍ يې ورته را ټولې شوې دي. 

د یوې سپرلۍ مېرمن نینګشو وايي: «موږ هیله لرو، چې حکومت ډېر ژر قربانیان را پیدا کړي، زه هیله لرم چې خاوند به مې لا هم ژوندی وي، دا زما او زما د کورنۍ هیله ده، هغه ډېر پیاوړی سړی و.»

اندونیزیايي چارواکي وايي د قربانیانو له کورنيو يې غوښتي، د خپلو ورکو شویو عزیزانو په اړه معلومات ورکړي چې په پېژندلو کې يې مرسته وکړي. 

د دې هېواد د امنیتي برخې ویاند سومیرات وايي: «د قربانیانو له کورنیو مو غوښتي چې د سپرلیو پېژندپاڼې، روغتيايي نسخې او نور اسناد راوړي، چې د جسدونو په پېژندلو کې مرسته راسره وکړي.»

۷۳۷بوینګ ډوله الوتکه د «لاین» هوايي شرکت اړوند وه، چې له پراوز ۱۳ دقیقې وروسته د دې هېواد اړوند اوبو کې ولوېده، چې لا يې هم د سپرلیو په اړه درک نه دی معلوم شوی.
 
شریک یي کړئ