د برازیل پولیسو د هغه کس له نیولو خبر ورکوي چې ویل کېږي په نړۍ کې د انسانانو یو تر ټولو لوی قاچاق کوونکی دی.
د برازیل د پولیسو په وینا، دغه کس «سیفالله المامون» نومېږي او د بنګلهدېش وګړی دی.
هغه له افغانستان او د سوېلي اسیا له نورو هېوادونو څخه برازیل او له هغه ځایه امریکا ته د انسانانو پر قاچاق تورن دی.
هغه کسان چې له دغې قاچاقي لارې د امریکا متحده ایالاتو ته تلل، د لاتیني امریکا د څو هېوادونو له خطرناکو لارو څخه تېرېدل.
دغه بنګلهډېشی وګړی د امریکايي چارواکو په همکارۍ له خپلو څو تنو هملاسو سره نیول شوی دی.
د برازیل د پولیسو په وینا، دغې ډلې له هر یوه مهاجر څخه څه باندې دولس زره ډالر اخیستل.
د برازیل فډرال پولیسو افسر مېلټون فرونازاري په دې اړه وايي:«دغه قاچاقي سفرونه له اوو تر لسو ورځو په لړ کې کېدل. ځينې دغه کډوال د قاچاق کوونکو له خوا په ځنګله کې پرېښودل شوي وو او یو ډېر شمېر یې په دغې لار کې ژوند بایللی دی.»
د یادونې وړ ده چې ډېری هغه کسان چې له افغانستان او نورو هېوادونو په ناقانونه توګه اروپايي هېوادونو په لور مهاجرت کړی، په لار کې یې ژوند بایللی دی.