Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران او امریکې ترمنځ د شخړو په هکله د عراق اندېښنې

عراق ګواښ کوي چې دا هېواد باید د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې پر ډګر بدل نه‎شي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر محمدعلي الحکیم وايي چې سیمه د یوې بلې جګړې د زغم وس نه‎لري؛ ځکه چې له ترهګرۍ سره جګړه لاهم روانه ده.

ښاغلي الحکیم زیاته کړه:«موږ له مېرمن موګریني (د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې) ته وویل چې عراق باید د جګړې په ډګر بدل نه‎شي؛ بلکې د نورو عربي په ځانګړې توګه د کویټ او عمان هېوادونو ترڅنګ د کړکېچ په له‎منځه وړلو کې ونډه ولري.»

اروپايي ټولنه د بغداد له دې دریځه په ملاتړ سره وايي چې په منځني ختیځ کې باید د خطرناکو پېښو مخنیوی وشي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې فډریکا موګریني په دې اړه وویل:«روښانه ده چې په سیمه‎ییزو مسایلو کې، باید شخړې کمې شي او د خطرناکو پېښو مخنیوی وشي.»

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د امریکا د بندیزونو په وړاندې پر مقاومت ټینګار کوي، وايي چې امریکا د ایران په وړاندې په خپلو سیاستونو کې ماته خوړلې ده.

بلخوا، برېټانیا وايي که‎چېرې ایران د دې ضمانت وکړي چې «ګریس - ۱» نفټ وړونکې کښتۍ سوریې ته نه‎ځي دا کښتۍ به ازاده کړل شي. دغې کښتۍ د ایران نفت لېږدول او تهران چې د هغه د ازادېدو غوښتونکې دی، د نفتو د صادراو پر دوام ټينګار کوي.

برېټانیا چې تېره اوونۍ دا کښتۍ د جبل الطارق په اوبو کې ونیول شوه وايي چې دا کښتۍ، پر سوریې د اورپايي ټولنې د بندیزونو د لیرې کولو د هڅې لپاره نیول شوې ده. 

شریک یي کړئ