د ایران د استخباراتو وزیر، محمود علوي وایي چې د دې هېواد په پلازمینه کې د چهارشنبې ورځې د بریدونو پلانکوونکی له ایران څخه بهر وژل شوی دی.
محمود علوي وایي زیاتوي چې یاد کس د بریدونو پرمهال د ایران پر پوله وه او ترهغه وروسته له ایران څخه بهر تللی وه، خو د ایران د استخباراتي ملګرو ادارو په همکارۍ سره د استخباراتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.
د وژل شوي کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ایران امنیتي ځواکونو د دې بریدونو په تړاو څه باندې څلویښت کسان نیولي دي.
د ایران پولیسو ویلي دي، هغه موټر چې برید کوونکو ترې کار اخیستی وه، د ښار په یوه برخه کې موندل شوی دی.
پولیسو زیاته کړې ده:"بریدګرو لومړۍ له موټر څخه د خمیني مړستون خوا ته دوه تنه برید ګر ښکته کړي او پاتې یې د پارلمان خوا ته د برید په موخه بیولي دي. "
د یادولو ده چې تېره اوونۍ په تهران کې د شوي برید له امله پنځلس کسان ووژل شول او څه باندې څلویښت نور ټپيان شوي دي.