Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران یوراینمو بډاینې د زیاتوالي په اړه د ټرمپ غبرګون

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې ایران یورانیم یوازې د یوه علت لپاره پخوي چې ظاهراً اشاره یې د اټومي بم جوړولو ته ده.

ایران د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اټومي هوکړه‎لیک کې له خپلې ژمنې د تېرېدو لپاره دویم ګام پورته کوي او د یوارنیمو د بډاینې ترڅنګ د بډاینې کچه هم لوړوي.

دا کار له لوېدیځ سره د ایران د اټومي هوکړه‎لیک په خلاف دی، په داسې حال کې چې امریکا له دغه هوکړه‎لیک څخه وتلې، خو د ډونلډ ټرمپ له غبرګون سره مخ شوی دی.

هغه په دې اړه وویل:«غوره ده چې ایران ځان ته متوجه وي؛ ځکه چې د یوه علت لپاره یورانیم پخوي. زه نه وایم چې د هغه لامل څه دی. خو دا کار ښه نه دی. غوره ده چې ایران ځان ته پام وکړي.» 

بلخوا اروپايي ټولنه او جاپان له ایران څخه غواړي چې له دې ډېر نور اټومي هوکړه‎لیک تر پښو لاندې کړي.

جاپان وايي له لوېدیځ سره د ایران د اټومي هوکړه‎لیک او په منځني ختیځ کط د شخړو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی.

د جاپان د کابینې مرستیال، یاسوټوشي نېشیمورا وویل:«موږ جداً له ایران څخه غواړو چې اټومي هوکړه‎لیک ته دې ژمن وي، له ځنډ پرته په دغه هوکړه‎لیک کې خپلو ژمنو ته راستون شي او له ډېرو اقداماتو څخه چې دا اقدامان زیانمن کي ډډه وکړي.»

امریکا چې د ایران له اټومي هوکړه‎لیک څخه بهر شوی پر ایران یې بندیزونه زیات کړي او له ایران څخه غواړي دغه هوکړه‎لیک ته ژمن وي.

د ایران د اټومي هوکړه لیک نور لوري روسیه او اروپا هم وايي چې د ایران د اټومي هوکړه لیک د حفظ غوښتونکي دي؛ خو د دغه هوکړه‎لیک د خوندیتابه لپاره ظاهراً د اروپا له هڅو تراوسه ایران راضي نه دی.

شریک یي کړئ