د ایران هستوي بنسټ شنبې(د لړم په ۱۸مه نېټه)ویلي چې هېواد یې وړتیا لري چې د یورانیمو غني کول تر ۶۰ سلنې لوړ کړي.
د یاد بنسټ ویاند، بهروز کمالوندي څرګندوي چې راتلونکو ورځو کې به په "فُردو" هستوي تاسیساتو کې د یورانیمو غني کول حد اکثر ته ورسیږي او دوی کولی شي چې یورانیم یوازې تر ۶۰سلنې غني کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران له لویدیځ سره د هستوي هوکړې ته د نه ژمنتیا پر لور ګامونه پورته کوي، او د هوکړې خلاف یې د یورانیمو غني کول پیل کړي دي.
د ایران د هستوي بنسټ ویاند په دې وروستیو کې د ایران د هستوي تاسیساتو له لیدنې د هستوي نړیوال بنسټ د پلاوي له منع کولو هم دفاع کړې ده.
د ایران دغه ګام له لویدیځ سره د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د هستوي هوکړې نور لوري اندېښمن کړي دي.
کمالوندي زیاته کړې چې هېواد یې تل هستوي هوکړې ته ژمن وو، خو دا چې اوس هوکړې ته د شویو ژمنو پلي کول ګډوډ شوي دي، موږ دې کار اړ شوو.