Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برازیل پخوانی ولسمشر به زنداني شي

د برازیل سترې محکمې، د وثیقې پر قید د دغه هېواد د پخواني ولسمشر د ازادۍ غوښتنه رد کړه.

پر دې بنسټ ټاکل شوې ده لوییز ایناسیو لولا ډسیلوا، ترڅو ورځو د دغه هېواد د پولیسو له خوا ونیول او زنداني شي.

هغه په فساد تورن دی، له دې وړاندې د دغه هېواد محکمې پر ۱۲ کلونو بند محکوم کړی وه.

خو د هغه مدافع وکیل، د محکمې د رای د بیاکتنې غوښتونکی شو، خو د برازیل په محکمه کې قاضیان، نن ګهیځ له اکثریتو رایو سره تصویب کړه چې باید ښاغلی اولارسیلوا اته کاله زنداني شي.

پر اولارسیلوا د فساد تور د هغه د ولسمشرۍ پير په کالونو پورې اړوند کېږي، خو اوس پر هغه نور تورونه هم پورې شوي دي.

ښاغلی ډسیلوا له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۰ کلونو د چپګرا کارګرانو ګوند له ادرسه، د برازیل ولسمشر وه.

ټاکل شوې ده چې هغه د روان زیږدیز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي، خو بندې کېدل یې په ټاکنو کې د ګډون مخنیوی کوي.

شریک یي کړئ