د سوریې اړوند کردستان کوباني ښار ته نېږدې، یو شمېر کسانو د ترکیې او سوریې پر پوځي کاروان د کاڼو ګوزارونه وکړل.
دا اعتراضونه د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې او سوریې ګډ پوځي کاروان د دوهمې ګزمې پرمهال شوي.
دغه ځواکونه د کوبانې ښار ته نېږدې یا "عین العرب" سیمه کې ګزمې کوي.
په همدې حال کې د ترکیې او روسیې بې پيلوټه الوتکې د دغو ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.
روسیې او ترکیې تېره میاشت اکتوبر کې د سوریې شمال کې د کردي جنګیالو د مخنیوي لپاره پر ګزمو هوکړه وکړه.
د روسیې او ترکیې ترمنځ د شوې هوکړې له مخې کردي جنګیالیو باید د اکتوبر میاشتې تر ۲۹مې پورې د ترکیې او سوریې له ۴۴۰ کیلومټرۍ ووځي.
کردان له دې پرېکړې سره مخالف دي.