Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکیې د ښاروالیو ټاکنې بیاځلې ترسره کېږي

ټاکل شوې په ترکیه کې د ښاروالانو د ټاکنو لپاره بیا ټاکنې ترسره شي. کابو دوه میاشتې مخکې په ټاکنو کې د اوسني ولسمشر، رجب طیب اردوغان مخالف نوماند په استانبول ښار کې ټاکنو ته بریالی شوی وو.

خو د ترکیې د ټاکنو کمېسیون د عدالت او پراختیا ګوند شکایت چې د ټاکنیزو درغلیو په اړه دی، منلی.

په همدې حال کې د ا ردوغان مخالف ګوند(د خلکو جمهوري غوښتونکی ګوند) که څه د رایو پر باطلولو نیوکه کوي، خو وايي چې راتلونکو ټاکنو ته چمتو دي.

د حالم، عدالت او پراختیا ګوند استازی، رجب اوزل وايي:«موږ د جون په ۲۳مه نېټه د ټاکنو په ترسره کېدو هوکړه کړې ده. تر څو دا پړاو ځنډنی نشي او ټاکنې ژر بشپړې شي.»

له بلې خوا د مخالف ګوند ټاکل شوی ښاروال، امام اوغلو څرګندوي:«ښایې دوی تر ۴۰ او ۴۵ ورځو پورې خپلې خرابکاریانې وپوښي، خو موږ به په ورین تندې خپل حق بیا ترلاسه کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ۲۵کالو کې لومړۍ ځل دی چې حاکم عدالت او پراختیا ګوند د استانبول د ښاروالۍ څوکۍ له لاسه ورکوي.

د اوسني ولسمشر، رجب طیب اردوغان لوی مخالف ګوند د ترکیې د ټاکنو له کمېسیون نه راضي نه دی

شریک یي کړئ