د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د هوا له لارې د کرونا ویروس د لېږد امکان په بشپړه توګه نشي ردولی.
د دغه سازمان کارپوهانو څرګنده کړې ده چې د هوا له لارې د کرونا ویروس د لېږد په تړاو یې شواهد ترلاسه کړي دي، خو لا ډېرې څېړنې ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د هوا ککړتیا مخنیوي برخې رییس، بندیتا الګرانزي وايي:«لکه څنګه چې د نورو اړخونو په تړاو یې مالوما ترلاسه شوي دي، موږ دا نو چې د هوا له لارې د کرونا ویروس د لېږد په تړاو شواهد ترلاسه شوي دي. موږ باید په دې اړه پراخ لید ولرو او د مخنیوي لارو باندې یې پاید پوه شو.»
دغه سازمان زیاتوي اوس مهال څېړنو ته اړتیا ده چې پوه شي د کرونا ویروس د هوا له لارې له څومره واټنه لېږدول کیږي.
بندیتا الګرانزي سپارښتنه کوي:«موږ وايي چې د امکان تر حده پورې باید له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو ته له تلو مخنیوی وشي او ماسک وکارول شي. ټولنیز واټن مراعات او سر تړلو ځایونو کې د هوا پاکولو سیستم باید ووسي.»
د روغتیا نړیوال سازمان د هوا له لارې د کرونا ویروس لېږد په تړاو بیا څېړنې کوي، ځکه د نړۍ ځينو پوهانو دې مسلې ته پر کم پام نیوکې کړې دي.