د روغتیا نړیوال بنسټ او نور کارپوهان دوشنبې (د غبرګولي په ۱۲مه نېټه) ویلي دي چې د کروناویروس چټکتیا او بدلون په تړاو شواهد نشته.
یوه ورځ مخکې له دې یوه ایټالیايي ډاکټر، البرتو زنګریلو څرګنده کړې وه چې د کرونا ویروس خپل ځواک بایللی.
خو اوس د روغتیا نړیوال بنسټ وايي چې په دې تړاو هېڅ کره شواهد نلري، د دغه بنسټ کارپوهې، ماریا ون کرکوف یوې خبري ناستې کې ویلي دي:«هېڅ داسې شواهد نشته چې کرونا ویروس د پام وړ بدلون کړی وي.»
هغې زیاته کړې ده:«دغه ویروس د لیږد او چټکتیا له پلوه بدلون نه دی کړی.»
کرکوف بیان کړې ده:«هغه څه چې ډېر مهم دي، تابیاوې دي چې په پام کې مو نیولې دي.»
د کرونا ویروس تر اوسه نړۍ کې له ۳۷۰ زرو ډېرو کسانو ژوند اخیستی او له ۶میليونو ډېر پرې اخته دي.