Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سلیماني له وژل کېدو وروسته امریکا ته د ایران مذهبي مشر ګواښ

د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي ویلي که څه هم د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني وژل ترخه دي خو ویلي دي چې د کام د بریا لپاره به د هغوی مبارزه «وژونکو او جنایتکارانو»ته به له دې ترخه وي.

د ایران مذهبي مشر په یوه پیغام کې په دغه هېواد کې درې ورځنۍ ملي ماتم اعلان کړی او ویلي دي چې:«د هغو جنایتکارانو لپاره ډېر سخت غچ په تمه دی چې خپل پلید لاس یې د هغه او د تېرې شپې د نورو شهیدانو په وینه لړلی دی.»

د ایران د سپاه پاسدارن د قدس څانګې قومندان قاسم سلیماني، بغداد کې د امریکا په بریدونو کې وژل شوی دی.

امریکايي او ایراني چارواکو د قاسم سلیماني د وژنې پخلی کړی دی.

د امریکا دفاع وزیر وايي چې دا برید د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ په حکم شوی دی.

د عراق د ولسي پاڅون کوونکي د دغو ځواکونو د قومندان د مرستیال ابو مهدي المهندس او د حزب الله د کتایب ډلې د قومندان وژل کېدل هم تاییدوي.

قاسم سلیماني په وروستۍ لسیزه کې د ایران اسلامي جمهوري یوه محبوبه او ډېر واک لرونکی قومندان و.

کارپوهان وايي چې اوس د هغه له وژل کېدو سره، ایران د خپل سیمه ییز سیاست یو مهم طرحه کوونکی او قومندان له لاسه ورکړی دی.

قاسم سلیماني په داسې حال کې وژل کېږي چې په عراق کې هم هغه تاوتریخوالی چې په تېرې اوونۍ کې د حشدالشعبي او امریکا په متقابلو بریدونو کې خپل وروستي حد ته رسېدلي وو.

د امریکا ولسمشر له دغه برید وروسته د امریکا بیرغ ټویټ کړ.

بلخوا د ایران د ملي امنیت شورا د دغه هېواد د ملي شورا د چارواکو له حضور سره د سلیماني د وژنې په اړه بیړنۍ غونډه جوړه کړه.

د ایران د ملي امنیت شورا ویلي چې له امریکا به ډېر سخت غچ واخلي.

بلخوا د سلیماني له وژل کېدو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه لوړه شوې ده.

ایران همدارنګه د قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته په دغه هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

ایران همدارنګه په تهران کې د سویس سفیر چې د امریکا د ګټو ساتوونکي په توګه دی احضار کړ.

پنټاګون وویل چې پر سلیماني برید د ټرمپ په حکم شوی د ی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه ټویټري پیغام کې د سلیماني وژل یې یو ډېر خطرناک او احمقانه کار وباله او د هغه د بدو پایلو په اړه یې ګواښ وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا دا اقدام یې نړیواله ترهګري وبلله.

ښاغلي ظریف له داعش ډلې، النصره او القاعده ډلې سره د ښاغلي سلیماني کارنامې وستایلې.

هغه زیاته کړه چې امریکا به د دغه برید د پایلو مسووله وي. 

شریک یي کړئ