Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوریې د هوايي ځواکونو په برید کې ۳۳ ترکي سرتېري وژل شوي

د سوریې په ادلب ولایت کې د ناارامیو په لړ کې، ترکي چارواکي د سوري پوځیانو په یوه هوايي برید کې د ۳۳ ترکي سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.

په ادلب کې د روسیې له ملاتړه د برخمنو سوري ځواکونو هوايي برید کې د ۳۳ ترک سرتېرو له وژل کېدو وروسته مسکو ویلي، خبر نه وو چې دغه سیمه کې ترک ځواکونه مېشته دي.

خو ترکي چارواکي وايي، روسیه یې خبره کړې وه چې سیمه کې د دوی ځواکونه دي.

بلخوا روسیا وايي هغه ترکي سرتېري چې د سوریې دولتي ځواکونو په یوه هوايي برید کې د دغه هېواد په ادلب ولایت کې وژل شوي، د ترهګرو په منځ کې وو.

که څه هم روسیه وايي چې، په دې سیمه کې د ترکي ځواکونو د شتون په اړه یې معلومات نه درلودل؛ خو ترکیه وايي روسیې ته په دې اړه چې ترکي ځواکونه په هغې سیمه کې دي، خبر ورکول شوی و.

د ترکیې دفاع وزیر خلوصي آکار په دې اړه وايي:«زموږ ۳۳ اتل سرتېري وژل شوي او ۳۲ نور یې ټپیان دي. دغه برید په داسې حال کې ترسره شوی چې، موږ تر دې مخکې په یاده سیمه کې د خپلو ځواکونو د موقعیت په اړه له روسي ځواکونو سره همغږي کړې وه.»

له بل لوري د ترکیې دفاع وزیر د ترکیې او سوریې تر منځ د ګډې پولې سیمو ته تللی او د سوریې پر وړاندې یې د ترکي ځواکونو د عملیاتو مشري پر غاړه اخیستې ده.

ترکیه زیاتوي د ادلب په بېلابېلو سیمو کې یې د سوري ځواکونو څه باندې ۱۰۰ مورچلې په نښه کړي او په هغو کې نږدې ۲۰ سوري سرتېري وژل شوي دي.

له دې سره سم، د ناټو لوی منشي پر ترکي ځواکونو د سوریې د پوځ هوايي برید غندلی دی.

د ناټو لوی منشي ینس سټولټنبرګ ویلي:«زموږ متحدین په ادلب کې د سوریې رژیم او روسیې بې باکانه بریدونه غندي. زه له هغو غواړم چې، خپل بریدونه ودروي او نړیوالو قوانینو او همداراز د ملګرو ملتونو د سولې غوښتنې هڅو ته درناوی وکړي.»

له دې سره سم، یوه ترکي چارواکي ویلي تر دې وروسته به اروپا ته د سوري پناغوښتونکو د تګ مخنیوی ونه کړي او اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د تګ لپاره خپلې پولې خلاصوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې له سوري ځواکونو څخه به سخت غچ واخلي.

شریک یي کړئ