Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سپاه پاسداران قومندان قاسم سلیماني په عراق کې ووژل شو

ایران کې د سپاه پاسداران د قدس څانګې قومندان، په بغداد کې د امریکا متحده ایالاتو په بریدونو کې وژل شوي.

ایراني او امریکايي چارواکو د قاسم سلیماني د وژلو پخلی کړی دی.

د امریکا دفاع وزیر وايي چې دغه بریدونه د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په حکم شوي دي.

د عراق د ولسي پاڅون کوونکي د دغو ځواکونو د قومندان د مرستیال ابو مهدي المهندس او د حزب الله د کتایب ډلې د قومندان وژل کېدل هم تاییدوي.

قاسم سلیماني په وروستۍ لسیزه کې د ایران اسلامي جمهوري یوه محبوبه او ډېر واک لرونکی قومندان و.

کارپوهان وايي چې اوس د هغه له وژل کېدو سره، ایران د خپل سیمه ییز سیاست یو مهم طرحه کوونکی او قومندان له لاسه ورکړی دی.

قاسم سلیماني په داسې حال کې وژل کېږي چې په عراق کې هم هغه تاوتریخوالی چې په تېرې اوونۍ کې د حشدالشعبي او امریکا په متقابلو بریدونو کې خپل وروستي حد ته رسېدلي وو.

قاسم سلیماني په ایران کې ستره مالي شبکه په واک کې لرله چې کولای شوای نغدې پیسې ووېشي او هر وخت یې چې غوښتي وای کولی شوای خپلو ځواکونو ته وسله وړیا واستوي او د ایران په سیمه ییز سیاست کې لومړی درجه کس و. 

شریک یي کړئ