په یمن کې د عربو ایتلاف چې د سعود عربستان لخوا یې مشري کېږي، حوثي بلواګر د سولې هوکړهلیک پر نه پلي کېدو تورن وي.
دغه ایتلاف حوثي یاغیان په دې هم تورنوي، هغه بشرپاله مرستې چې د یمن خلکو لپاره استول کېږي پټوي.
په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف ویاند ترکي المالکي وویل:«حتا د ملګرو ملتونو سازمان د هڅو او نړیوالۍ ټولنې د فشار سربېره داسې سندونه شته چې حوثیانو پر هوکړهلیک عمل نه دی کړی او د حدیدې بندر څخه بهر شوي نه دي. خو زموږ به باور تر هغې چې موږ پر دوی خپل فشارونه زیات کړو بالاخره دوی به مجبور شي چې د خپلو اقداماتو په وړاندې مسوول وي.»
د یمن حدیده بندر د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او حوثي بلواګرو د یو کلنۍ جګړې شاهد وو. خو اوس حوثي بلواګر وايي چې د حدیدې له بندره بهر شوي. خو اوس دغه بندر د تېر په څېر فعالیت نه لري.
د حدیدې بندر د مطبوعاتو مسوول عمر الجرموزي په دې اړه وویل:«له جګړې مخکې د حدیدې بندر د څه باندې ۷۰ سلنه خوراکي توکو د وارداتو اصلي بندر و. اوس وضعیت بدل شوی او د دغه بندر ۶۰ سلنه توانمنۍ له منځه تللې دي.»
د یمن کورنۍ جګړه په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او حوثي بلواګرو ترمنځ پیل شوه.
له هغه یو کال وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي بلواګرو پر ضد ایتلاف جوړ او د یمن حکومت په ننګه یې جګړه پیل کړه. بل پلو ایران له حوثي بلواګرو ملاتړ کوي.
د یمن دغې کورنۍ جګړې په لړ کې څه باندې ۱۰ زره وګړي وژل شوي او د دغه هېواد ۱۴ مېلیونه وګړي یې له قحطۍ سره مخ کړي دي.