Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عربي هېوادونو مشران له ټرمپ سره لیدنه کوي

ټاکل شوې ده چې د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او قطر مشران، په راتلوونکو میاشتو کې د امریکې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وویني.

امریکايي چارواکي وايي چې دغه لیدنه به د خلیج هېوادونو ترمنځ د اختلافونو د حل په موخه ترسره شي.

د رویترز خبري اژانس د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي پر حواله لیکي چې د سعودي شهزاده، محمد بن سلمان، له عربي متحده اماراتو څخه شیخ محمد بن زاید النحان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حم ال ثاني د روان زیږدیز کال په مارچ او اپریل میاشتو کې به له ډونلډ ټرمپ سره لیدنه وکړي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي دي چې د دغې لیدنې په اجنډا کې، د خلیج د همکارۍ شورا د یوې غونډې جوړول شامل دي چې واشنګټن هیله لري د روان کال په پای کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه:«موږ هیله لرو چې اختلافونه د سرمشریزې له غونډې مخکې حل شي ترڅو ټول تمرکز پر سټراټېژیکو اندېښنو لکه ایران ته واړوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په جون میاشت کې، عربي متحده امارات له سعودي عربستان، بحرین او مصر، له ترهګرۍ څخه د ملاتړ په تور له قطر او ایران سره خپل سفر او سوداګري بنده کړه؛ خو دوحې، دا تورونه رد وي او وايي چې دغه هېوادونه هوډ لري چې د قطر واکمني محدوده کړي.

شریک یي کړئ