Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند او چین پر پوله د دواړ هېوادونو پوځیانو ترمنځ نښته

د هندي او چینايي ځواکونو ترمنځ تېره ورځ(سې شنبې د غبرګولي په ۲۷مه نېټه) د دغو هېوادونو پر پوله شخړه شوې چې په ترځ کې یې ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي دي.

د هند پوځ وايي ۱۷ سرتېري چې ټپیان شوي وو، د سړې هوا له کبله یې ساه ورکړې ده.

ویل کېږي چې د چیني ځواکونو احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو مالومات په لاس کې نشته.

بیجینګ او نوی ډیلی یو بل د پېښې د پیل لامل بولي. دغه دوه هېوادونه د کشمير کې د لداخ پر سیمې پر پولې اختلاف لري.

هند لومړۍ د خپلو دریوو پوله ساتو ځواکونووژل کېدل تایید کړي وو، خو وروسته یې وویل چې ۱۷ تنه د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

ځینو رسنیو هم راپور ورکړی وو چې سرتېرو ته پر وخت روغتیايي مرستې نه وې رسېدلي.

هند کې د دفاعي مسایلو کارپوه، ډي اس دهیلون وايي:«موږ داسې حالت ته رسېدلي یوو چې د دواړو هېوادونو ځواکونه یو بل ته سترګه په سترګه دي او د نښتې په پایله کې زموږ سرتېري ووژل شول. دا ډېره خواشینونکې ده او موږ له حکومته غواړو چې په بېړه دپلوماتیکي چارې پیل کړي څو د ۱۹۶۲ کال په څېر وړې پېښې د لویو لامل نشي، ځکه هغه وخت باید لوی اقدامات ترسره شي.»

د هند حکومت سرچینو له مخې په نښته کې هېڅ ډز نه دی شوی او دواړو لورو د ګاڼو او لرګیو سره پر یو بل بریدونه کړي دي.

ځینو رسنیو ویلي دي چې نښته کې چینايي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو چین دا خبر نه دی تایید کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ژائو لیجیانګ په دې  تړاو څرګنده کړې ده:«د جون میاشتې په شپږمه نېټه د دواړو خواوو پوله ساتي ځواکونه د اورکم هوکړې ته سره ورسېدل، خو دا ټکان ورکوونکې وه چې د هند پوله ساتو ځواکونو دا هوکړه تر پښو لاندې کړه او دوه ځله له لیکې تېر شول او غیرقانوني کړنې یې وکړي او پر چیني سرتېرو یې برید وکړ. دا کار د فزیکي شخړې لامل شو.»

دا د هند او چین ترمنځ په څو وروستیو پېړیو کې مرګوني پېښه ده.

هند او چین په ۱۹۶۲ کال کې پر پولې لنډه نښته درلوده او له هغې وروسته یې اختلافونه نه دي هوار کړي.

دغه هېواد کې د چیني ځواکونو مرګ ژوبلې په تړاو مالومات نه دي خپاره شوي

شریک یي کړئ