Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند پارلمان د تابعیت په تړاو جنجالي لایحه تصویب کړه

د هند حاکم ګوند بهارتیا جنتا چې د هندوانو پلوی سیاست لري، غیرو مسلمانو ته د تابعیت سند د ورکړې وړاندیز شوې، لایحه په پارلمان کې تصویب کړه.

د دغه لایحې له مخې هند هغو غیرو مسلمانو کسانو ته چې له افغانستان، بنلګه دیش او پاکستان نه ورځي، د تابعیت سند ورکوي.

دغه لایحې په پارلمان کې ۱۲۵ موافقې او ۱۰۵ مخالفې رایې خپلې کړې.

که څه هم د هند مسلمانان له دې لایحې وېره لري، خو د هند د کورنیو چارو وزارت وايي چې حاکم ګوند دا اندېښنې پې ځایه بولي.

د هند د کورنیو چارو وزیر، امیت شاه وايي:«دا لایحه څنګه د مسلمانانو حقوق اخلي؟ هیڅوک د دوی د تابعیت حق نه اخلي. دا لایحه تابعیت ورکوي، هغه نه اخلي او د مسلمانانو په حقونو کې مداخله نه کوي. له دې اقلیت نه غواړو چې پر ناسمو مالوماتو دې باور نه کوي.»

د کانګرس مخالف ګوند چې د لایحې مخالف هم وو، دا لایحه تفرقه اچوونکې بولي.

د دغه ګوند د ځوانانو څانګې ویلي چې حاکم ګوند هېواد کې د تفرقې لپاره کار کوي.

په همدې حال کې یو شمېر غیرمسلمان هندیان هم د دې لایحې مخالف دي چې په اسام ایالت کې یې اعتراضونه وکړل.

اعتراض کوونکونکی، ګواراو ګواټام وايي:«موږ له مرکزي او ایالتي حکومته غواړو چې د تابعیت قانون لغو کړي او ډموکراسۍ او خلکو ته دې درناوی وکړي.»

د هند د تابعیت نوي قانون له مخې هغو هندوانو، بودایانو، مسیحیانو او سیکانو ته چې له ۲۰۱۵ زیږدیز کال راهیسې له افغانستان، پاکستان او بنګله دیش نه هند ته ولاړ دي، تابعیت ورکوي.

د تابعیت لایحې د هند پارلمان کې ۱۲۵ موافقې او ۱۰۵ مخالفې رایې خپلې کړې.

شریک یي کړئ