ناپېژاندو وسلهوالو د پاکستان بلوڅستان ایالت په ګوادر بندر کې په یوه بس کې پر سپرو کسانو ډزې کړي او ۱۴ یې وژلي دي.
پېښه نن(پنجشنبې د وري په ۲۹مه نېته) سهار شوې ده.
د بلوڅستان ایالت پولیس وايي تر اوسه پورې د بریدګرو هویت نه دی څرګند شوی.
دا چارواکي وايي بریدګرو په بس کې د سپرو کسانو کارتونه لیدل او هغه کسان چې د بلوڅستان ایالت نه وو، پرې یې ډزې کولې.
په وژل شویو کسانو کې د پاکستان د سمندري ځواکونو دوه سرتېري هم شامل دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.