Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان دوه پخواني لومړي وزیران محاکمه کېږي

په لاهور کې د پاکستان دوه پخواني لومړي وزیران؛ نوزا شریف او شاهد خاقان عباسي د خیانت په تور محاکمه کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس د دې پخوانیو چارواکو تر څنګ به یو خبریال هم پر یاد تور محاکمه شي.

نواز شریف له ډان ورځپاڼې سره د یوې جنجالي مرکې له امله د خیانت په تور محاکمه کېږي.

هغه له یادې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و، پاکستاني امنیتي سازمانونو د هند په ممبۍ ښار کې د بمي پېښو په مخنیوي کې ناغېړې وکړه.

شاهد خاقان عباسي له دې امله د خیانت په تور محاکمه کېږي، چې د نواز شریف د یادې مرکې پر وخت لومړی وزیر و او د ده په اجازه دغه مرکه ترسره شوې ده.

په ورته وخت کې پاکستانی خبریال هم د همدې مرکې له امله پر خیانت تورن شوی دی.

د هند په ممبۍ کې د ۲۰۰۸کال نومبر کې بمي چاودنو ۱۵۰ تنه ووژل.

هند په دې چاودنو کې پاکستاني استخبارات ملامت وبلل؛ خو اسلام اباد تل دغه تورونه رد کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د ضمانت پر اساس له زندانه خوشي شو.

هغه تر عمران خان مخکې؛ پر مالي فساد تورن شو، د روان زېږېدیز کال په سپټمبر کې مجرم وپېژندل شو او په لس کاله بند محکوم شو.

پر نواز شریف له ډان ورځپاڼې سره د یوې جنجالي مرکې او پر شاهد خاقان عباسي د مرکې د اجازې ورکړې له کبله د خیانت تور دي

شریک یي کړئ