د پاکستان په لاهور ښار کې د هوا ککړتیا له امله، په یوې وروستۍ میاشت کې دا دویم ځل دی چې د دغه ښار ښوونځي رخصتېږي.
د پاکستان د هوا پېژندنې اداره وايي په لاهور کې د هوا ککړتیا د تېرو کلونو په پرتله زیاتوالی موندلی دی.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې مسوول صاحب زاده خان په دې اړه وویل:«د هوا د وضعیت په اړه زموږ د وروستیو رپوټونو پر بنسټ په واګه کې د هوا ککړتیا ۴۰۸ دی چې ډېره لوړه کچه ده. دلته د هوايي ډګر په واټ کې، د هوا ککړتیا ۲۲۷ ده؛ یعنې دا ککړتیا د هند له لورې ده چې زموږ پر هوا یې هم اغېزه کړې ده. یوه موکه شته او هغه هم د باران اورېدل دي چې دا کار کولای شي د هوا د ککړتیا مخنیوی وکړي.»
د لاهور په یوه ښوونځي کې یو زده ښوونکی شفقت محمد وايي:«د دې لپاره چې د زده کوونکو روغتیا او د زده کړې بهیر ته زیان ونه رسېږي، موږ د زده کوونکو لپاره دوه ورځې رخصتي ورکړې ده. د انشاالله کله چې هوا ښه شوه هغوی بېرته ښوونځي ته را غواړو.»
د یوې څېړنې پر بنسټ، د پاکستان په لاهور ښار کې د هوا ککړتیا په ۲۰۱۹ کال کې ۲۲ سلنې ته رسېدلې ده چې د تېرو کلونو په پرتله زیاتوالی ښيي.
هر کال په ټول پاکستان کې د هوا ککړتیا له امله د بېلابېلو ناروغیو په سبب په زرګونه تنه ژوند بایلي.
د لاهور اوسېدونکي د پاکستان له حکومته غواړي چې په دغه ښار کې د هوا ککړتیا د کچې کموالي لپاره له ځنډ پرته لاس په کار شي.
د لاهور یو تن اوسېدونکی طغرل حسین په دې اړه وايي:«د هوا او اوبو ککړتیا د سترګو د خارښت لامل کېږي او په تنفسي سیسټم کې هم ستونزې رامنځته کوي. د پنجاب حکومت په دې اړه باید ګامونه اوچت کړي څو دا ستونزه حل شي.»