Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان لومړی وزیر په درې ورځني سفر واشنګټن ته ولاړ

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۹مه) په یوه رسمي درې ورځني سفر واشنګټن ته ولاړ.

ښاغلی خان به د دغه هېواد د سفیر مېشت ځای ډيپلوماټیک ښارګوټي ته ولاړ شي.

د پاکستان ډان نیوز رپوټ ورکړی چې دا لومړی ځل دی چې پاکستاني جنرالان د دغه هېواد د لومړي وزیر ملتیا کوي.

په دغه سفر کې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د امریکا د دفاع وزارت له سرپرست جنرال مارک مېلي، د امریکا له لوی درستیز او د پنټاګون له نورو لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته او خبرې اترې وکړي.

د ډان نیوز پر حواله، خان په دغه سفر کې د پیسو د نړیوال صندوق له رییس ډېویډ ليپټون او له هغې وروسته د نړیوال بانک له رییس سره به وویني. 

په رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې عمران خان به د دوشنبې په ورءځ سپينې ماڼۍ ته ولاړ شي او ځينې لیدنې به ولري او وروسته به د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره هم وویني.

شریک یي کړئ