پاکستاني رسنیو نن (سېشنبې د زمري په ۸مه) رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد په راولپنډۍ کې د یوې پاکستانۍ پوځي الوتکې د نسکورېدو په پایله کې ۱۷ تنه وژل شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د دغې پېښې پنځه تنه وژل شوي د پاکستان ملي پوځ ځواکونه او ۱۲ تنه نور ولسي وګړي دي.
د پاکستان د ملي پوځ یو ویاند وايي:«الوتکه له یوې ودانۍ سره ټکر کړی او دا ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې ده.»
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د چاودنې له غږ سره ویښ شوي او د کور تهڅېرمه یې د دغې الوتکې سوځېدل په خپلو سترګو لیدلي دي.
چارواکي زیاتوي چې دغه الوتکه د یوې تمریني الوتنې په حال کې وه چې د خلکو له کورونو سره د ټکر له امله نسکوره شوې؛ خو د دغې الوتکې د نسکورېدو اصلي لامل تراوسه روښانه نه دی.
په دغې پېښه کې ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.