د پاکستان کراچۍ د پېر او پلور یوه بازار کې د وسله وال برید پایله کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
پېښه نن(دوشنبې د چنګاښ په ۹مه نېټه) د څلورو وسله والو لخوا شوې ده.
بریدکوونکو پر داسې ودانۍ برید کړی دی چې کلک امنیت یې ساتل کیږي او د څو بانکونو څانګې هم په کې فعالې دي.
پولیس وايي چې بریدکوونکي په ګرمو وسلو او لاسي بمونو سمبال وو.
د رسنیو د راپور له مخې پاکستان کې د بلوچستان بېلتون پاله ازادۍ پوځ د پېښې مسوولیت منلی دی.
دغې ډلې په ۲۰۱۸ کال کې کراچۍ کې د چین پر کنسلګرۍ هم برید کړی وو.
پاکستان کې د هغو ډلو ترڅنګ چې ځان جهادي بولي، بېلتون پاله ډلې هم فعالیت کوي.
د همدې میاشتې په سر کې د "سندودیش ازاي پاله پوځ" هم چې د سند ایالات بېلتون لپاره مبارزه کوي کراچۍ کې دریوو بریدونو مسوولیت ومانه. دغو بریدونو کې د دوو پاکستاني سرتېرو په ګډون څلور تنه ووژل شول.