Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان یوه نړیواله الوتکه له ۹۰ سپرلیو سره کراچۍ کې لوېدلې ده

د پاکستان رسنۍ «ډان نیوز» نن جمعه (د غبرګولي په دویمه) رپوټ ورکړي چې د دغه هېواد یوه نړیوال شرکت الوتکه چې له لاهور ښار څخه د کراچۍ په لور روانه وه، پرځېدلې ده.

د رپوټونو پربنسټ دغه الوتکه له ناستې یوه دقیقه مخکې، په یوې استوګنیزې سیمه کې لوېدلې ده.

هغه انځورونه چې د پاکستان رسنیو خپاره کړي دي، د دې ښودونه کوي چې دغه الوتکه په بشپړه توګه سوځېدلې ده.

د پاکستان د نړیوال شرکت ویاند عبدالستار «جیو نیوز» د دغې الوتکې د پرځېدو پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دغې الوتکې کابو ۹۰ سپرلۍ لرله.

د پاکستان د هوايي چلند سازمان سرچینو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي دي چې د دغې الوتکې اړیکه هوايي ډګر ته له ناستي یوه دقیقه مخکې پرې شوې ده.

د پېښې په سیمه کې همدارنګه امبولانسونه هم لیدل کېږي چې د قربانیانو د لېږد په حال کې دي.

تراوسه د دغې الوتکې د پرځېدو لامل روښانه شوی نه دی.

شریک یي کړئ