Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پیسو نړیوال صندوق: د امریکا اقتصاد به سږکال ۲.۶ سلنه وده ولري

د پیسو نړیوال صندوق یوه نوې ارزونه ښیي چې د امریکا اقتصاد به سږ کال دوه اعشاریه شپږ سلنه وده وکړي.

د دغې صندوق مسوولانو د خپلو موندنو له خپرولو سره په راتلوونکو کلونو کې د امریکا د اقتصاد په اړه وايي چې که‎چېرې له نړۍ سره د امریکا سوداګریزې ستونزې حل نه شي، شونې ده چې دغه وده په روان زیږدیز کال کې کمه شي.

له دې مخکې د پیسو نړیوال صندوق په ۲۰۱۸ز کال کې د امریکا اقتصادي وده یې درې سنله اټکل کړې وه.

د پیسو د نړیوال صندوق رییسه کرېسین لاګارډ ویلي:«زموږ ارزونې دا دي چې په روان کال کې اقتصاد کابو ۲.۶ سنله او په راتلوونکي کال کې دوه سلنه وده به وي او دا د دغه هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ زیاتوالی دی، نو له دې امله مثبت اقدامات شوي دي.»

له بلخوا د دغه صندوق مسوولان د امریکې پر سوداګرۍ او ځينې راکړې وکړې باندې د بندیزونو لګېدو ته په پام سره وايي چې دغې ننګونې ته باید د پای ټکی کېښودل شي.  

د پیسو د نړیوال صندوق رییسې زیاته کړه:«دا چاره د امریکا او د هغې د ټولو سوداګریزو شریکانو ته، له هغې ډلې چین، مکسیکو او نورو لپاره اړینه ده، چې د یوه نوي سیسټم په اړه هوکړه وکړي چې د هغه په عملي کېدو سره د هغو تحریفونو مخه ونیول شي چې د ودې د کمښت لامل کېږي.»

دا په داسې حال کې دي چې له څه د پاسه یوه کال راهیسې امریکا د چین او مکسیکو په شان خپلو مهمو سوداګریزو ملګرو سره جنجال لري او ویل کېږي چې دا شخړه نه یوازې د دغو هېوادونو بلکې د نړۍ د اقتصاد په زیان هم ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه