د چین روغتیايي چارواکي وايي چې تېره ورځ(یکشنبې د سلواغې په ۲۷مه نېټه) په دغه هېواد کې د کرونا په ویروس اخته ۱۰۰ تنه مړه شوي دي او ۱۹۳۳ نورې مثبتې پېښې په هوبي ولایت کې ثبت شوي دي.
چینايي چارواکي زیاتوي چې دغه ویروس د وړمې ورځې په پرتله پنځه سلنه زیات شوی دی، خو د مړو شمېر له ۱۳۹کسانو ۱۰۰ ته راټیټ شوی دی.
دغه چارواکي وايي چې د پېښو ۹۰ سلنه د هوبي مرکز وهان ښار کې دي، چېرې چې دغه ناروغي په لومړي ځل خپره شوه.
د هوبي د روغتیا کمېسیون ویلي دي چې په ټوله کې تېره ورځ د کرونا ویروس د خته کسانو شمېر
۵۸۱۸۲ او د مړو شمېر ۱۶۹۶کسانو ته رسیدلی دی.
د دغه ویروس ۷۱ سلنه پېښې د چین په هوبي ولایت کې ثبت شوې دي او همداراز پر کرونا ۷۷ سلنه اخته شوي کسان هم په چین کې مړه شوي دي.
د هوبي ولایت چارواکو د ویروس د پراختیا مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي او همداراز یې د تګ راتګ لپاره هم محدویتونه وضع کړي دي.