د ایران ولسمشر، حسن روحاني تېره ورځ(چهارشنبې د سلواغې په۱۰مه نېټه) وویل چې هېواد یې په تېرو ۴۰ کلونو کې له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ دی.
هغه زیاته کړې چې ایران په څلورو وروستیو لسییزو کې له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی.
ښاغلی روحاني د ایران د اقتصادي ستونزو اصلي لامل امریکا او د هغې ملګري بولي او زیاتوي چې د ایران حکومت د ناوړه اقتصادي حالت په پار ګرم نه دی.
هغه څرګنده کړې:«هغه مبارزه چې امریکا له تېر کال راهیسې له ایران سره د سیاسي، حقوقي، نیوالې، سیمهییز او جګړې له لارې پیل کړې وه، د ایران خلکو د همت په پار ماته وخوړه، او امریکا به په دې اقتصادي جګړه کې هم ماته وخوري.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ تېر کال ایران له لویدیځ سره د هستوي هوکړې ویستو او پر دې هېواد یې یو ځل بیا اقتصادي بندیزونه ولګول.