Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روحاني: د جمعې ورځې ټاکنې به د ایران برخلیک وټاکي

د ایران ولسمشر، حسن روحاني وايي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوموړي د سیالانو بریالي‎کېدل به ایران نړیوالې ګوښه‎کېدو ته لور ته بوځي.

نوموړی په ټاکنیزو ناندرو کې پر ټولنیزو آزادیو ټینګار، د ایران پخواني ولسمشر، محمد خاتمي سانسور غوښتنه کوي او اصلاح‎غوښتونو پر مهمو څېرو هم نیوکې لري.

د حسن روحاني وینا اورېدو لپاره د هغه ډېر شمېر پلویان راټول شوي وو او د اصلاح‎غوښتونکو پر ضد یې شعارونه ورکول.

دی ټنیګار کوي چې که په خپله ولسمشرۍ ته ورسید، نو له نړۍ سره به د ایران اړیکو پراختیا هڅه وکړ ي.

حسن روحاني څرګندوي:«نه پرېږدو چې یوځل بیا ایران منزوي شي، موږ غواړو چې له نړۍ سره په ګټور تعامل کې ووسو.»

د ایران ولسمشر، حسن روحاني په ایران کې د ډېرو رایو لاسته راوړو لپاره پر ټولنیزو آزادیو ټینګار کوي.

دی زیاتوی:«دولت په درېیو کلونو کې د هغه کسانو چې غوښتل یې ټولنیزې رسنۍ بندې کړې مقاومت وکړ.»

دی په ایران کې د پخواني ولسمشر، محمد خاتمي د ممنوع ‎التصویر کېدو غوښتنه کوي.

نوموړي وړاندې وویل:«یوازې یو لیک مې قضايي قوې د محمد خاتمي په اړه لیک ولیګه.»

ایراني چارواکو د دې هېواد رسنیو ته ویلي دي چې په رسنیو کې د خاتمي انځور څه چې باید نوم یې هم وانه‎خیستل شي، ځکه چې د ۱۳۸۸ ټاکنو وروسته یې په ایران کې له مخالفانو ملاتړ کړی وه.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې جمعې پر ورځ ایران کې د ولسمشر ټاکلو په موخه خلک د رایو صندوقونو ته ولاړ شي

شریک یي کړئ