Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روحاني له امریکا سره خبرو لپاره د بندیزونو لیري کول شرط بولي

د ایران ولسمشر، حسن روحاني وايي تر هغې چې واشنګټن یې پر هېواد بندیزونه لیري نکړي، تهران به ورسره خبرو ته حاضر نشي.

روحاني چې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې چهارشنبې(د تلې په دریمه نېټه) خبرې کولې په هرمز تنګه کې د کښتیو چلولو د لیکو پر امنیت هم ټينګار کړی دی.

هغه همداراز امریکا له بانکي نظامه په ناوړه ګټنې تورنوي او وايي چې دغه هېواد نړیواله معامله کړې.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پر ایران د سختو بندیزونو له لګولو سره غواړي چې تهران د هستوي هوکړې په تړاو خبرو ته حاضر کړي.

پر ایران د امریکا وروستي د وروستیو بندیزو مورد پر مرکزي بانک بندیز وو چې دوه نورو مالي بنسټونه هم په کې شامل دي.

په دې ترتیب سره، شرکتونه، بنسټونه او امریکايي وګړي د ایران له مرکزي بانک او هغو مالي بنسټونو سره چې پرې بندیز لګول شوی د معاملې حق نه لري.

د دغو بندیزونو په تړاو غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسن روحاني ویلي وو چې امریکا متحده ایالتو لخوا بندیزونه د واشنګټن د ناتوانۍ نښه ده.

د ایران پر مرکزي بانک، تېر کال هم بندیز لګېدلی و؛ خو امریکايي چارواکي وايي چې پر دغه بانګ د بندیزونو زیاتوالی، د ایران د سپاه پاسداران او همدارنګه د لبنان د حزب‎الله څخه د مالي ملاتړ له امله شوی دی.

په همدې حال کې د ایران خلک وايي چې د امریکا لخوا بندیزونه نشي کولی چې د ایران خلک سره خواره کړی، بلکې دا کار لامل کېږي چې خلک لا زیات سره یو شي.

روحاني همداراز امریکا له بانکي نظامه په ناوړه ګټنې تورنوي او وايي چې دغه هېواد نړیواله معامله کړې

شریک یي کړئ