Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه کې په یوه ورځ نېږدې ۱۱ زره کسان په کرونا ویروس اخته شول

د روسیې روغتیا بنسټ د مالوماتو له مخې یوازط تېره ورځ(سې شنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱۰ زره او ۸۹۹ تنه اخته شوي دي.

اوس مهال په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۲ زره او ۲۴۳ کسانو ته رسېدلی دی چې له ایټالیا نه هم ډېر دی.

تر اوسه روسیه کې د کرونا ویروس له کبله دوه زره کسان مړه شوي دي چې له ډلې یې ۱۰۷ تنه تېره ورځ مړه شوي.

تر اوسه روسیه کې د شپږو میلیونو د کرونا ویروس ازموینه شوې ده.

له بلې خوا د امریکا د روغتیا په تړاو د څېړنې مرکز خبرداری ورکړی دی چې دغه هېواد کې به د کرونا ویروس له کبله ۱۴۷ زره مړه شي.

ځینو امریکايي سناتورانو هم خبرداری ورکړی چې دغه هېواد کې به د ګرځبندیز لیري کول د مړینې کچه لوړه کړي.

تر اوسه امریکا کې د کرونا ویروس له کبله د ۸۲ زرو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نیږدې یو میلیونه او ۴۰۰زره پرې اخته دي.

همداراز نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر هم له ۲۹۱ زرو زیات شوي دي او له څلورو میلیونو ډېر کسان پرې اخته دي.

امریکا د کووید ۱۹ ناروغۍ د مړینې له کبله نړۍ کې لومړۍ، بریټانیا، ایټالیا، اسپانیا او فرانسه ورپسې ځایونه لري.

تر اوسه روسیه کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله له دوو زرو ډېر کسان مړه شوي دي

شریک یي کړئ