Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیې له غږه چټک توغندی په خپل پوځي ماموریت کې شامل کړ

روسي چارواکي وايي چې د «اوانګارډ» په نوم نوی توغندی یې رسماً د دغه هېواد پوځي ماموریت کې شامل کړ.

د روسي چارواکو په وینا، دغه توغندی د اټومي سرګلولې د لېږد وړتیا لري، او چټکتیا یې د غږ له سرعته لوړ دی او له هېڅ رادار سره د موندنې وړ نه دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، موده مخکې ویلي وو چې دغه توغندی کولای شي له هر اوسني او راتلوونکي رادار څخه تېر شي او په نړۍ کې هېڅ هېواد دا ډول توغندی نه لري.

پوتین د روسیې د اټومي وړتیاوو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

د روسیې ترڅنګ چین هم له صوت څخه د چټک او له رادار څخه د تېردونکو توغندیو په تولید کار کوي؛ خو د کارپوهانو په وینا، د امریکا متحده ایالات تراوسه په دې برخه کې له روسیې او چین څخه شاته پاتې دی.
 
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په دې اړه وویل:«غواړم چې ټولو ته په ځانګړې توګه د روسیې د سټراټېژیکو توغندیو مسوولانو ته مبارکي ووایم. نن سهار ۱۰ بجې، څو منظوره توغندی (اوانګارډ) د ملي پوځ ځواکونو واک ته ورکړل شو. دا زموږ د ملت او ملي پوځ لپاره یوه تاریخي پېښه ده.»

د روسیې ترڅنګ چین هم له صوت څخه د چټک او له رادار څخه د تېردونکو توغندیو په تولید کار کوي.

شریک یي کړئ