د روغتیا نړیوال بنسټ رییس، تدروس ادانوم ګبریسوس دوشنبې(د چنګاښ په ۹مه نېټه) وویل چې دغه بنسټ د کرونا ویروس سرچینې څېړنې په موخه یو پلاوی راتلونکې اوونۍ پلاوی لیږي.
امریکا متحده ایالات چې د روغتیا بنسټ پر چارو نیوکې کوي، او یاد بنسټ سره یې د همکاریو پرې کولو ګواښ کړی، د څېړنو غوښتنه کړې ده.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو ویلي وو چې ښایې د کرونا ویروس سرچینه د چین له یوه لابراتواره وي، خو په دې تړاو یې هېڅ شواهد نه دي وړاندې کړي او چین هم دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي.
چین نن د کرونا ویروس د ۱۹ تازه ثبت شویو پېښو خبرو ورکړ چې اووه یې د دغه هېواد پلازمېنه بیجینګ کې دي.
که څه هم دغه هېواد کې پر تګ راتګ بندیزونه لیري شوي دي، خو ویروس بیا د پراختیا په حال کې دی.
له تازه ثبت شویو پېښو سره چین کې د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۸۳،۵۳۱ ته ورسید. تر اوسه دغه هېواد کې د کوویډنولس ۴۶۳۴ تنه مړه شوي دي.
د کوویډ نولس لومړی ناورغ د روان زیږدیز کال د جنوري میاشت کې ووهان ښار کې مړ شو.
نړۍ کې په کرونا ویروس لس میلیونه او ۳۰۲ زره کسان اخته دي او له نیم میلیونو نور مړه شوي دي.