Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا ناروغۍ د مخنیوي موکه مخ په کمېدو ده

په ایران کې د کرونا ویروس له خپرېدو او د کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو او قربانیانو د شمېر له زیاتوالي سره، د روغتیا نړیوال سازمان ګواښ کوي چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي موکه مخ په کمېدو ده.

په ایران کې د کرونا ویروس له امله څلور تنه مړه شوي او لږ تر لږه ۱۸ تنه نور په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

په چین کې هم د دغې ناورغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالو هېوادونو غواړي چې د دغې ناروغۍ د پراختیا د مخنيوي او همدارنګه د نورو احتمالي ناروغانو د درملنې لپاره چمتووالی ونیسي. 

په نړۍ کې د کرونا د ویروس د پراخته خپرېدو سرهو د روغتیا نړیوال سازمان د هغه د لا پراختیا په اړه اندېښنه لري.

تراوسه په چین او نورو هېوادونو کې څه باندې ۷۷ زره تنه د کرونا پر ویروس اخته دي.

دغه سازمان وايي د کرونا ویروس د مخنیوي موکه مخ په کمېدو ده او دغه ویروس کولای شي چې هر ځای ته خپور شي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس ټډروس اډهانوم ګبرېسوس په دې اړه وویل:«هغه تابیاوې چې چین او نورو هېوادونو نیولي، موږ ته یې له کرونا ویروس سره د مبارزې او د پراختیا د مخنیوي موکه راکړې. موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره خپلو ژمنو ته دوام ورکړي او د هغه وخت لپاره دې چمتوي چې دغه ویروس خلکو ته لېږدي.»

د لبنان او کاناډا چارواکو هم ویلي دوه تنو چې له ایرانه دغو هېوادونو ته سفر کړی د کرونا پر ویروس ککړ دي.

په سوېلي کوریا او همدارنګه ایټالیا کې هم پر کووېډ نولس ناروغۍ د ځینو اخته کسانو شمېر زیاتوالی موندلی.

د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه د دغه ویروس لېږد هغو کسانو ته دی چې اصلاً چین ته نه دي تللي.

د دغه سازمان رییس په دې اړه زیاته کړه:«هغه پېښې مو چې په نړۍ کې لیدلي، که څه هم لږ دي؛ خو دا چې په ووهان او چین پورې تړاو نه درلود د اندېښنې وړ دی.»

د روغتیا نړیوال سازمان د ویروسي ناروغیو په وړاندې د چمتووالي مسوول سیلوي براینډ هم وايي:«په واقعیت کې وضعیت د بدلون په حال کې دی. نه دا چې یوازې د پېښو شمېر زیاتوالی مومي؛ بلکې په بېلابېلو برخو کې مو د ویروس د لېږد متفاوتې لارې لیدلې دي.»

له دې ټولو سره د روغتیا نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو سازمان، د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د چین هڅې ستايي او هیله لري چې دغه مبارزه پایله ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان رییس انټونیو ګوټیرش هم څرګندوي:«فکر نه کوم چې دا ویروس دې له کنټروله بهر شي. فکر کوم چې دا یوه ستره ستونزه ده چې د چین یو ستر ځواب غواړي.»

د کووېډ نولس ناروغۍ لومړنۍ نښه چې د کرونا له ویروسه رامنځته کېږي، تبه ده او وروسته تنفسي ستونزې دي.

ډاکټران په پرله پسې توګه د لاسونو منیځل د ماسکونو اغوستل او له ګڼې ګوڼې لیرې وال د دغې ناروغۍ د لېږد د مخنیوي تر ټولو ښې لارې ګڼي.

شریک یي کړئ