Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روغتیا نړیوال سازمان: کوویډ۱۹ ناروغي د کال موسمونو سره تړاو نلري

د روغتیا نړیوال سازمان سې شنبې (د زمري په ۷مه نېټه) ټینګار کړی دی چې کوویډ۱۹ ناروغي د نورو پرخلاف د کاب له موسومو تړاو نلري.

 د یاد سازمان ویانده، مارګارټ هریس ويلي دي، هغو کسانو ته چې فکر کوي د اوړي موسم سره به د کرونا ویروس له کبله ناروغي کمه شي، خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده دا چې دغه ناروغي د انفلونزا په څېر موسمونو پورې تړاو نلري.

هغې زیاته کړې:«موږ لومړۍ څپه کې یوو. دا به یوه لویه څپه وي. لږ پورته او ښکته کیږي. خو ښه خبره دا ده چې تاسې دا ناروغي داسې وانګېری چې یو څه مو په پښه لګیږي.»

هریس همداراز ویلي دي چې خلک لا هم د فصلونو په فکر کې دي چې باید درک یې کړو:«دا یو تازه ویروس دی او چلند یې بدلیږي.»

د روغتیا نړیوال بنسټ دغې مسوولې امریکا متحده ایالاتو کې په اوړي موسم کې په کرونا د ډېر شمېر کسانو اخته کېدو ته په اشارې ویلي دي چې خلک باید له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې روغتیايي تابیاوې پام کې ونیسي.

امریکا اوسمهال د کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر له مخې نړۍ کې لومړۍ ځای لري او تر اوسه په کې له ۴ میلیونو او ۳۵۱ زرو ډېر کسان پرې اخته شوي دي او له ۱۴۹ زرو ډېر مړه شوي دي.

همداراز نړۍ کې د کرونا ویروس د ثبت شویو پېښو شمېر له ۱۶ میلیونو او ۷۳۷ زرو اوښتی دی او له ۶۶۰ زرو ډېر کسان هم مړه شوي دي.

ترڅنګ یې نړۍ کې تر اوسه د یادې ناروغۍ ۹ لکه او ۷۴۹ زره کسان روغ شوي هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې تر اوسه خلک په دې اند دي چې د کرونا ویروس به له فصلونو سره بدل شي، خو هغه څه چې باید په اړه یې پوه شو دا ده چې"دا یو تازه ویروس دی او بېلابېل چلند لري.‎"

شریک یي کړئ